د بدخشان د والي په مرستیال برید شوی
Jul 02, 2022 05:22 Asia/Kabul
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کښې د دغه ولایت د مرستیال والي په ګاډي باندې شوې حمله ناکامه شوه
د بدخشان په خاش ولسوالۍ کښې د دغه ولایت د مرستیال والي په ګاډي باندې شوې حمله ناکامه شوه
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور مشر معز الدین احمدي د مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي په ګاډي باندې د وسله والو بریدګرو د بیګانۍ حملې په تاییدولو سره وویل چې په دغې حملې کښې احمدي ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلې او د حمله کونکو د معلومولو او نیولو لپاره عملیاتو پيل شوي دي.
له دې مخکښې هم د بدخشان ځايي سرچینو ویلي وو چې په دغه ولایت کښې د طالبانو د ژواک چاپیریال د ادارې د مشر ګاډی په ماین چاودلی دی او له امله یې د هغه دوه تنه ساتونکي زخمي شوي دي.
ټیګونه