په کونړکې د وسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118082-په_کونړکې_د_وسلو_او_مهماتو_یوه_ستره_زیرمه_ونیول_شوه
د افغانستان ځایی چارواکي وایي دا وسلې اومهمات ګاونډی هیواد پاکستان ته دلیږد په موخه خوندي شوي وو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 04, 2022 07:02 Asia/Kabul
  • په کونړکې د وسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه ونیول شوه

د افغانستان ځایی چارواکي وایي دا وسلې اومهمات ګاونډی هیواد پاکستان ته دلیږد په موخه خوندي شوي وو

د کونړ امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني وایي اړوندو موظفینو یې د کشفي راپورونو له مخې ددې ولایت دشولتن په ولسوالۍ کې چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرته ده دوسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه کشف او تر لاسه کړه . مولوي حقاني وایي. دوسلو او مهماتو په دې ستره زیرمه کې راکټ لانچرې. پیبکا ماشیندارې ، کلاشینګوپي او نورې وسلې او بېلابېل مهمات موجود دي. دکونړ امنیه قوماندان وایي هغه مهال چې طالبانو تېر حکومت راوپرزاوه یوه ډله خلک د طالبانو تر نامه لاندې ددوې لیکو ته ورننوتل او داچې ددوې ترتیب او تنظیم سم نه وو دغو خلکو د طالبانو له نامه نه په ګټه اخیستنه زیاته اندازه دولتي وسلې او مهمات څنډې ته کړل . مولوي عبدالحق حقاني وویل دغه وسلې ګاونډي هیواد پاکستان ته دلیږد په موخه چمتوشوې وې چې دوې وار له مخه کړ او تر لاسه یې کړې . واک ته دطالبانو تر رسیدو وروسته دافغانستان په بېلابېلو سیموکې له هیواده بهر د دولتي وسلو، مهماتو او پوځي شوبلو د قاچاق ګڼ خبرونه ورکول شوي دي.