په  پکتیکاولایت کې سیلابونو په سلګونوجیربه مځکې اوفصلونه تباه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118134-په_پکتیکاولایت_کې_سیلابونو_په_سلګونوجیربه_مځکې_اوفصلونه_تباه_کړل
د یوسف‌خېلو ولسوالۍ په خيربین سيمه کې  هم  د تندَر  د لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2022 07:22 Asia/Kabul
  • په  پکتیکاولایت کې سیلابونو په سلګونوجیربه مځکې اوفصلونه تباه کړل

د یوسف‌خېلو ولسوالۍ په خيربین سيمه کې  هم  د تندَر  د لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان دپکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې دسیل له امله کابو پنځه سوه جریبه مځکه چې په زیاترو باندې فصلونه کرل شوي وو،له مینځه تللي  ده  

همداراز پژواک خبری سایټ هم ر اپور ورکړی،د یوسف‌خېلو ولسوالۍ په خيربین سيمه کې  هم  د تندَر  د لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

دغه راز د پکتيکا په ځینو نورو سيمو کې هم د ورښتونو له امله سېلابونه راغلي خو دخبر تر مخابیره کیدا پورې ئې د زيانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا په ګاونډ ولایتونو غزني او پکتیا کې هم سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.