په پکتیکاولایت کې سیلابونو په سلګونوجیربه مځکې اوفصلونه تباه کړل
Jul 06, 2022 07:22 Asia/Kabul
د یوسفخېلو ولسوالۍ په خيربین سيمه کې هم د تندَر د لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان دپکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې دسیل له امله کابو پنځه سوه جریبه مځکه چې په زیاترو باندې فصلونه کرل شوي وو،له مینځه تللي ده
همداراز پژواک خبری سایټ هم ر اپور ورکړی،د یوسفخېلو ولسوالۍ په خيربین سيمه کې هم د تندَر د لوېدو له امله يو ماشوم مړ شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.
دغه راز د پکتيکا په ځینو نورو سيمو کې هم د ورښتونو له امله سېلابونه راغلي خو دخبر تر مخابیره کیدا پورې ئې د زيانونو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا په ګاونډ ولایتونو غزني او پکتیا کې هم سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
ټیګونه