دروان مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې عوايد ډیر شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118208-دروان_مالي_کال_په_لومړيو_دريو_مياشتو_کې_عوايد_ډیر_شوې_دي
د افغانستان د ماليې وزارت وایي دروان مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې عوايد ډیر شوې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2022 00:32 Asia/Kabul
  • دروان مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې عوايد ډیر شوې دي

د افغانستان د ماليې وزارت وایي دروان مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې عوايد ډیر شوې دي

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دافغانستان د ماليې وزارت اعلان کړی چې د دې هیواد له سرحدي ګمرکونو نه یې د روان مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې څه باندې (۲۴) ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي چې د تېر کال په نسبت په کې ډیروالی راغلی.

د افغانستان د دولتي آژانس د راپور پر بسنټ ، د ماليې وزارت وياند احمد ولي حقمل په سرحدي ګمرکونو کې د عوايدو د ډیروالي علت د فساد نشتوالی یاد کړی .

دحقمل په وینا د افغانستان له سرحدي ګمرکونو څخه تر اوسه (۲۴،۱۶) ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه شوی چې د نورو کلونو په نسبت په کې زیات والی راغلی دي .

په همدې حال کې دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه ویلي چې د صادراتو او وارداتو زياتوالی د هېواد په عوايدو باندې مثبته اغېزه لرلای شي په وینا یې د افغانستان د عوايدو زياتوالى پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو د زياتوالي علت دی.

د سودا ګرۍ او پانګونې خونې د مديره هيئت غړی خانجان الکوزي په وینا په تېر کال کې یې په يوه ربع کې نږدې (۲) سوه ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات تر لاسه کړي وو او اوس څه باندې (۴) سوه ميليونه صادرات ترسره شوي .

د نوموړي په اند په تېر کال کې یې يو(۱) ميليارد ډالر صادرات درلودل سږ کال ښايي يو نيم ميليارده ډالرو ته دا صادرات لوړ شي.

د ماليې وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ ویل کیږي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کښې تر (۵) ميليارده افغانۍ  ډیر د هرات له ګمرک، (۳،۴) ميليارده افغانۍ د ننګرهار له ګمرک او شاوخوا (۳) ميليارده افغانۍ د قندهار له ګمرک څخه عوايد ترلاسه شوي دي.