یو انګریز په افغانستان کښې د طالبانو له زندانه خوشې شو
طالبانو د انګلستان یو ښاریز په افغانستان کښې له زندانه آزاد کړ
طالبانو د پيټر جوونال په نامه انګریز او د بي، بي، سي پخوانی کیمره مین او د افغانستان د چارو کارپوه چې شپږ میاشتې مخکښې یې د جاسوسۍ په تور نیولی و، آزاد کړ
انګلیسي ښاریز او د بي، بي، سي پخواني تصویر بردار پیټر جوونال وویل چې طالبانو دی او د ده ملګري شپږ میاشتې په یو داسې ځاې کښې وساتل چې د افغانستان ترټولو ښه جیل ګڼل کیږي.
پيټر جوونال څرګنده کړه: طالبانو له ما سره ښه سلوک کوه.
دغه انګریز هم داشان زیاته کړه: فکر مې کوه چې د ګوانتانامو په امریکايي جیل کښې د افغان ښاریزو د شکنجې په خاطر به طالبان ما هم شکنجه کړي خو داسې ونه شول.
هغه په عین حال کښې مدعي شو، په داسې حال کښې چې د معدنونو په برخه کښې د پانګونې لپاره افغانستان ته تلی وم، طالب ځواکونو ونیولم.