سويډن له خپل هېواد يو شمېر افغان پناه غوښتونکي باسي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118242-سويډن_له_خپل_هېواد_يو_شمېر_افغان_پناه_غوښتونکي_باسي
په داسي حال کې چي افغانستان کې لا هم ګڼې ستونزې موجودي دي خو د سویډن د مهاجرت ادارې ویلي چي د افغانانو د ایستلو بهیر به له سره پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2022 02:06 Asia/Kabul
  • نمایشي انځور
    نمایشي انځور

په داسي حال کې چي افغانستان کې لا هم ګڼې ستونزې موجودي دي خو د سویډن د مهاجرت ادارې ویلي چي د افغانانو د ایستلو بهیر به له سره پیل کړي.

د سوېډن د راډیو له راپور سره سم، دغه هېواد د تېر کال په اګست کې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال شاوخوا ۲ زره افغانان وایستل.

د سوېډن د مهاجرت ادارې ویلې چي په لسګونو داسي کسان هم سوېډن ته راوستل شوي چی د دې هیواد په لېست کې شامل نه وو، نو باید بیرته افغانستان ته واستول شي.

د سویډن د مهاجرت د ادارې د قانوني چارو ريیس کارل بیکسي لیوس وايي، تېر کال د افغانانو د ایستلو په مهال وضعیت ګډ وډ و او فرصت نه و چې را ایستل کېدونکي کسان سم وپېژندل شي.