سويډن له خپل هېواد يو شمېر افغان پناه غوښتونکي باسي
Jul 09, 2022 02:06 Asia/Kabul
-
نمایشي انځور
په داسي حال کې چي افغانستان کې لا هم ګڼې ستونزې موجودي دي خو د سویډن د مهاجرت ادارې ویلي چي د افغانانو د ایستلو بهیر به له سره پیل کړي.
د سوېډن د راډیو له راپور سره سم، دغه هېواد د تېر کال په اګست کې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال شاوخوا ۲ زره افغانان وایستل.
د سوېډن د مهاجرت ادارې ویلې چي په لسګونو داسي کسان هم سوېډن ته راوستل شوي چی د دې هیواد په لېست کې شامل نه وو، نو باید بیرته افغانستان ته واستول شي.
د سویډن د مهاجرت د ادارې د قانوني چارو ريیس کارل بیکسي لیوس وايي، تېر کال د افغانانو د ایستلو په مهال وضعیت ګډ وډ و او فرصت نه و چې را ایستل کېدونکي کسان سم وپېژندل شي.
ټیګونه