هغه کسان چې د مشرۍ ادعا کوي له تاریخ عبرت ترلاسه کړي
(last modified Sat, 09 Jul 2022 11:08:00 GMT )
Jul 09, 2022 15:38 Asia/Kabul
  • هغه کسان چې د مشرۍ ادعا کوي له تاریخ عبرت ترلاسه کړي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني وویل هغه ټول کسان چې په هیواد کښې د مشرۍ کولو ادعا لري باید له تاریخ درس واخلي.

اشرف غني په یوه پیغام کښې د لوی اختر په  مبارکۍ ویلو سره تاریخ له عبرت څخه ډک وباله او ویې ویل ضروري ده هغه ټول خلک او سیاسي کسان او خلک چې په افغانستان کښې د مشرۍ کولو ادعا لري له تاریخ درس واخلي.

اشرف غني د افغانستان د انجلیو او د ښځو لپاره د کار او د زده کړې په اهمیت باندې ټینګار سره وویل هغه ټولنه به چې ښځې او سړي یې متفکران دي پرمختګ وکړي.

هغه د بیت المال په ساتلو باندې ټینګار سره پاکستان ته د ډبرو د سکرو صادراتو ته په اشارې سره وویل دا ویرونکي خبره ده چې د افغانستان خلک په بې وزلۍ کښې ژوند کوي او زمونږ مهمې شتمنۍ د کمو پیسو په بدل کښې چورتالان کیږي.