هلمند کې کولرا ناروغي له پنځلسو ډېر ماشومان وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118342-هلمند_کې_کولرا_ناروغي_له_پنځلسو_ډېر_ماشومان_وژلي
د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې له تېرو درې ورځو راهیسې د کولرا ناروغۍ له کبله له ۱۵ ډېر ماشومان وژل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2022 11:25 Asia/Kabul
  • هلمند کې کولرا ناروغي له پنځلسو ډېر ماشومان وژلي

د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې له تېرو درې ورځو راهیسې د کولرا ناروغۍ له کبله له ۱۵ ډېر ماشومان وژل شوي دي

د د غه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم کلید راډیو ته وویل چې په دغې سیمه کې له تېرو درې ورځو راهیسې کولرا ناروغي لګېدلې او له ۱۲۰ ډېر ماشومان پرې اخته دي.

بل لورته د هلمند د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر نقیب الله فاتح ویلي چي  د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې څه باندې ۱۲۰ ناروغان د همدې ولسوالۍکلنیک ته د درملنې لپاره راوړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د ناروغۍ د کنټرول لپاره یې له ناو مېش او مرکز لښکرګاه څخه روغتیايي ټیمونه لېږلي او د درملنې ترڅنګ یې خلکو ته د عامه پوهاوي لړۍ هم پیل کړې ده.

فاتح دغه راز وویل چې د یو شمېر همکارو موسسو روغتیايي ټیمونه هم سیمې ته رسېدلي دي.