نړیواله ټولنه دې انساني مسئلې له سیاسی مسئلوجلاکړي
متقي په ډاډ سره وویل ،نوي حکومت د افغان ولس غوښتنو ته رسېدنه کړې او په دې برخه کې لا هم په جدیت سره هلې ځلې روانې دي.
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانود موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي د اروپائي اتحادئې د شارډزافیّر ارنوټ پاؤل سره په کتنې کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر انسان دوستۍ ملګرتیاؤ په ټينګار سره ووئيل دنیا باید له سیاسی موضوعګانو سره دانسان دوستۍ مسئلې ونه تړي .
امیرخان متقي په دغې کتنې کې همداراز ووئيل ارنوټ پاؤل ته ډاډ ورکړ چې د دوي حکومت به هیچا ته اجازت ورنکړي ، دافغانستان له خاورې په داخل او یا بهر کې د نورو امنیت وګواښي.
متقي په ډاډ سره وویل ،نوي حکومت د افغان ولس غوښتنو ته رسېدنه کړې او په دې برخه کې لا هم په جدیت سره هلې ځلې روانې دي.
دا خبرې په داسې حال کې دي، چې نړیواله ټولنه په تیره بیا د سیمې هیوادونه،په افغانستان کې دترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعش ډلې بیا قدرت ته په رسیدا اندیښمن دي او تردې دمه له القاعدې ډلې سره د طالبانو د حکومت د اړیکې دغوڅيداپه پاب ډاډ نه لري،خو طالب چارواک تل له القاعدې او نورو ترهه ګرو ډلو ټپلو سره هرډول ارتباط رد کړی دی .