د طالبانو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته وخوځيد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118888-د_طالبانو_لوړپوړی_پلاوی_ازبکستان_ته_وخوځيد
 ازبکستان له دې مخکې  وئيلي وو ،چې ډير زر به  دافغانستان  په ارتباط د یوې  نړیوالې غونډې کوربه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2022 09:58 Asia/Kabul
  • د طالبانو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته وخوځيد

 ازبکستان له دې مخکې  وئيلي وو ،چې ډير زر به  دافغانستان  په ارتباط د یوې  نړیوالې غونډې کوربه شي .

 د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوي  د افغانستان په باب دتاشکند په نړیوالې غونډې کې د ګډون لپاره  ازبکستان ته لاړ .

 ازبکستان له دې مخکې  وئيلي وو ،چې ډير زر به  دافغانستان  په ارتباط د یوې  نړیوالې غونډې کوربه شي .

 زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،ټاکل شوې ده، دغه غونډه  دافغانستان په چورلیز توب سره تر درو ورځو پورې دوام وکړي.

 دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي،چې د ډیری کارپیژاندو په اند،دتیر وخت تجروبې ښودلې ده ، دغه شان غونډې له بحرانه د افغانستان د ژغورنې لپاره څه خاص ګټه  نه ده درلودلې.

د دوي په وینا،په دغې ناستې کې به نهایتادافغانستان له خوا د په رسمیّت پيژندنې موضوع  مطرح شي چې فعلا په نړیواله سویه داسې څه  چمتووالی نه ترسترګو کیږي ، له دې ورتیر دسیمې هیوادونه په تیره بیا ازبکستان،په افغانستان کې دترهه ګرو ډلو په شتون او د ناکراریو په زیاتیدا ډير زیات اندیښمن دی او  دغه غونډه به زیاتره دامنیتی  چارو په باب وي.