طالبانو ۱۸۰۰ داعشي بندیان آزاد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119060-طالبانو_۱۸۰۰_داعشي_بندیان_آزاد_کړل
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست وویل چې دغه حکومت د داعش ترهګرې ډلې ۱۸۰۰ غړي خوشې کړي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 11:09 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست وویل چې دغه حکومت د داعش ترهګرې ډلې ۱۸۰۰ غړي خوشې کړي دي

امیر خان متقي چې د یو جګ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ د افغانستان د امنیت او اقتصادي پراختیا تر عنوان لاندې نړیوالې غونډې کښې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته تلی دی، وویل: د افغانستان د بګرام او پلِ څرخي له جیلونو څخه ۱ زر او ۸ سوه داعشي ځواکونه خوشې شول.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې د طالبانو حکومت داعشیان له زندانونو آزاد کړل خو طالبان په تیرو یوولسو میاشتو کښې توانیدلي دي چې په افغانستان کښې داعش ډله په خپل کنټرول کښې راولي.

د طالبانو د خارجه وزیر دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په تیرو څو میاشتو کښې سختې چاودنې او ترهګرې حملې وشوې چې د زیاترو پړه داعش ترهګرې ډلې منلې ده.