د طالبانو مشر:
کوم قوانین چې کسانو وضع کړي هغه د اجرا وړ نه دي
Jul 28, 2022 11:17 Asia/Kabul
کوم قوانین چې کسانو وضع کړي هغه د اجرا وړ نه دي
په افغانستان کښې د طالب ډلې مشر د شخصیتونو له خوا وضع شوي قوانین د اجرا وړ نه ګڼي
د طالبانو مشر ملا هِبَتُالله آخوندزاده پرون په قندهار کښې د افغانستان د مختلفو والیانو په کتنه کښې وویل: د طالبانو په حکومت کښې د ټولو ستونزو هواری د شریعت له مخې دی او ټولې فیصلې به د شریعت مطابق کیږي.
د ویلو ده چې طالبانو په افغانستان باندې له واکمنیدو وروسته د افغانستان د اساسي قانون په شمول ډیر قوانین لغو کړي او بدل کړي دي.
ټیګونه