د بلخ پولیس: ځانګړي ځواکونه د حسیني عزادارانو امنیت ساتي
د مزارشريف ښار او بلخ ولسواليو ټولو امنيتي ځواکونو ته په ليکلي پيغام کې استول شوي، چې د محرم د مراسمو د امنيت د ټينګښت لپاره خپل ځانګړي ځواکونه ولېږي.
د بلخ امنیتي چارواکي د حسیني ماتم کوونکو ته ډاډ ورکوي چې له کومې اندیښنې پرته به د دوی په مراسمو کې ګډون کوي او ځانګړي ځواکونه به یې امنیت ساتي.
افغان غږ خبری آژانس وایی د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیری وویل: زموږ ټول امنیتي ځواکونه د جوماتونو او سرپناهونو د امنیت ساتلو ته چمتو دي او ماتم کوونکي کولای شي په ډاډه زړه خپل مراسم ترسره کړي.
وزیري زیاته کړه: د ماتم د امنیت د تامین په موخه مو ځانګړي ځواکونه چمتو کړي دي او هر جومات باید د ماتم له ترسره کولو یوه ورځ مخکې خپلې اړوندې حوزي ته خبر ورکړي، ترڅو دغه امنیتي ځواکونه د جوماتونو د امنیت د تامین او امنیت د ښه تامین په موخه واستول شي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، چې د مزارشريف ښار او بلخ ولسواليو ټولو امنيتي ځواکونو ته په ليکلي پيغام کې استول شوي، چې د محرم د مراسمو د امنيت د ټينګښت لپاره خپل ځانګړي ځواکونه ولېږي.
په همدې حال کې سید حیدر هاشمي وویل؛ د مزارشريف د سلطانيه جومات د جمعې امام هم د هېواد د شمال د نهو ولايتونو د علماوو په غونډه کې د حسيني ماتم کوونکو ته ډاډ ورکړ چې له هر ډول اندېښنو پرته به يې مراسم تر سره کړي.
په دغه غونډه کې د مزارشريف په ټولو علماوو او د جوماتونو امامانو ته يو منشور هم ووېشل شو، چې په کې د ماتم د لا ښه امنيت د تامين په موخه سپارښتنې شوې وې.
د هر جومات لپاره د امنیتي پلټنو ټیم ته اړتیا ده ترڅو ټول هغه خلک چې جومات ته ننوځي له جومات څخه پنځه متره لرې سکرین شي او د ښځو برخې ته به هم سکرین په پام کې ونیول شي.