په افغانستان کښې د محرم مراسم ترسره کیږي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان په شمالي ولایتونو کښې ځايي سرچینو د محرم د میاشتې په پرتمینه مراسمو کښې د خلکو په پرتمینه ګډون سره په نهو ولایتونو کښې د حسیني محرم د لسیزې د عزادارۍ د پیلیدا خبر ورکړ.
نن د یکشنبې ورځ د جولاۍ د میاشتې یودیرشمه چې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د محرم د میاشتې دوهمه نیټه ده او د افغانستان خلک هر کال د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام او د محرم د میاشتې د ماتم مراسم ترسره کوي.
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کښې شیعه مسلمانانو او د اهل بیت علیه السلام مینه والو په هیواد کښې له امنیتي اندیښنو سره سره ځانونه د سید الشهدا حضرت امام حسین عیله السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د ماتم لپاره چمتو کړي دي.
د محرم د میاشتې او د حسیني عزادارۍ د ورځو په رارسیدا سره په مزار شریف ښار کښې تورې پردې لګیدلي دي او ښار د محرم څیره غوره کړي ده.
په بلخ ولایت سربیره د سرپل ، جوزجان ، فاریاب او سمنګان او قندوز او بدخشان ولایتونه هم نن د حسیني محرم د مراسمو د ترسره کولو کتونکي وو.
د شهیدانو سلار حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په پيښه کښې په صراحت سره ټینګار وکړ زما هدف د اسلام ضده حکومت رسوا کول او د ظلم او د ستم په مقابل کښې دریدل او د امر به معروف او د نهي از منکر قائمول دي.
د حضرت امام حسین علیه السلام د غورځنګ دروسنه د نړۍ او د بشریت او د ټول خلقت په اندازه تاریخ او جغرافیه لري او هغه هیڅکله محدود نشو کولای.