طالبان: افغانستان کښې د القاعده د مشر په شتون نه وو خبر
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا وکړي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کښې د القاعده د اول نمبر کس ایمن الظواهري له شتون څخه یې هیڅ خبرتیا نه درلودله
په کابل باندې د امریکې له ډرون حملې او په کښې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په هکله د جو بایډن له ادعا څلور ورځې وروسته طالب چارواکو خپله چپتیا ماته کړه او مدعي شول چې په دې هکله یې معلومات نه درلودل. دا په داسې حال کښې دي چې امریکايي چارواکي تیره یکشنبه د ایمن الظواهري وژل کیدو ته په اشارې سره باوري دي چې طالبانو د القاعده مشر ته په پناه ورکولو او د هغه په کوربه توب سره د دوحې له موافقې سرغړونه کړې ده.
آوا خبري آژانس لیکلي چې ذبیح الله مجاهد پرون په ټویټ کښې مدعي شو چې طالبان افغانستان ته د الظواهري له ورتګ او هلته له دیره کیدو هیڅ اطلاع نه درلودله.
مجاهد زیاته کړه چې د طالبانو مشرتابه د اطلاعاتي ارګانونو مسئولینو ته حکم کړی چې دا پيښه له هر اړخه وجاجوي. هغه یوځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان له خاورې څخه نړۍ ته هیڅ خطر نشته او طالبان د دوحې د موافقې د مفادو د عملي کیدو غوښتونکي دي.
د طالبانو ویاندهمداشان ویلي دي: امریکې د افغانستان د هوايي حریم په خلاف ورزۍ سره زمونږ په ملي حاکمیت تیری کړی او دا کار د نړیوالو اصولو خلاف دی او د طالبانو حکومت یې غندنه کوي.