حقاني: نړیوال دې د طبيعي پېښو له قربانیانو سره مرسته وکړي
د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازي آرنوټ پاولز سره وکتل
د حقاني د مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې راغليچې دا لیدنه په افغانستان کې د پاولز د دندې د پای ته رسېدو په مناسبت شوې او د بېړنیو بشر دوستانه مرستو او د مرستندویه لوريو د امنیت په اړه خبرې پکې شوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کښې زیاته شوې چې حقاني د اروپايي ټولنې له استازي پاولز نه مننه وکړه چې پخپل ماموریت کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو هڅې وکړې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزير هیله وښودله چې یاده ټولنه به له افغانانو او په ځانګړې توګه د وروستيو طبعي پېښو له قربانیانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
سراج الدين حقاني د اروپايي ټولنې دغه استازي ته ډاډ ورکړی،چې د بشري مرستو د کارکونکو امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه کوي.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې،چې وروستيو طبيعي پېښو افغانستان په سخت ځپلی او د سلګونه تنو د مرګ ژوبلې تر څنګ ېې زرګونه کورونه وېجاړ کړي.