طالبانو په افغانستان کې څه دپاسه ۲۳میلیون ویب پاڼې وتړلې
انټرنیټي سایټونه هرځل خپلې پاڼې بدلوي،پر دې اساس ،کله چې یوه ویب پاڼه وتړل شي ،نو بله ویب پاڼه به فعاله کړي.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، دافغانستان د طالبانو دموقته حکومت د ارتباطاتو وزیر نجیب ا ... حقاني په یولړ څرګندونو کې ووئيل،له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړی دی،دغه حکومت دغیر اخلاقي محتوا د خپرولو او نندارې ته دوړاندې کولو په دلیل څه دپاسه ۲۳میلیون او څلور لکه ویب پاڼې تړلي دي.
حقاني زیاته کړې ده انټرنیټي سایټونه هرځل خپلې پاڼې بدلوي،پر دې اساس ،کله چې یوه ویب پاڼه وتړل شي ،نو بله ویب پاڼه به فعاله کړي.
د طالبانو د موقته حکومت د ارتباطاتو مرستیال وزیر احمد مسعود لطیف راعی هم د محتوا د تعدیل په زمینې کې د طالبانو له چارواکو سره ملګرتیاته دن ه ګروهننې په دلیل پر فیس بوک هم سختې نیوکې وکړې.