نړۍ باید د افغانستان په هکله معقول سیاست غوره کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120406-نړۍ_باید_د_افغانستان_په_هکله_معقول_سیاست_غوره_کړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند له افغانستان څخه د امریکا او د ناټو د پوځیانو د وتلو د کلیزې په مناسبت د افغانستان پرضد د بایکاټ او د دباو د سیاست په بې نتیجې بللو سره وویل نړۍ باید د کابل په وړاندې معقول سیاست غوره کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • نړۍ باید د افغانستان په هکله معقول سیاست غوره کړي

ایران پریس خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند له افغانستان څخه د امریکا او د ناټو د پوځیانو د وتلو د کلیزې په مناسبت د افغانستان پرضد د بایکاټ او د دباو د سیاست په بې نتیجې بللو سره وویل نړۍ باید د کابل په وړاندې معقول سیاست غوره کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن له افغانستانه د ناټو او د امریکا د عسکرو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د خارجي عسکرو وتل د دغه ډلې لپاره ستر بریالیتوب وباله او ویې ویل مهمه دا ده چې د دغه ارزښت او اهمیت درک کړو.

مجاهد وویل ویاړ کوو چې افغانستان په دغه ورځ د امریکا له نیواک څخه ازاد شو او د امریکا پوځیان له افغانستان څخه وشړل شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د دغه ستر بریالیتوب له فرصتونو څخه باید د افغانستان د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره استفاده وکړو.

هغه د طالبانو حکومت د افغانستان جایز نظام وباله او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ د افغانستان په وړاندې له معقول سیاست څخه د استفادې په ترڅ کښې د افغانستان ارادې،  خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا احترام وکړي.

د افغانستان ښاریزو په هیواد کښې د امریکا د ماتي علت په تیرو څو لسیزو کښې  د مسلمانانو او د مجاهدانو مقاومت وباله او ویې ویل د افغانستان خلک به هیڅکله استعمار ونه زغمي.