نړۍ باید د افغانستان په هکله معقول سیاست غوره کړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د طالبانو ویاند له افغانستان څخه د امریکا او د ناټو د پوځیانو د وتلو د کلیزې په مناسبت د افغانستان پرضد د بایکاټ او د دباو د سیاست په بې نتیجې بللو سره وویل نړۍ باید د کابل په وړاندې معقول سیاست غوره کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن له افغانستانه د ناټو او د امریکا د عسکرو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د خارجي عسکرو وتل د دغه ډلې لپاره ستر بریالیتوب وباله او ویې ویل مهمه دا ده چې د دغه ارزښت او اهمیت درک کړو.
مجاهد وویل ویاړ کوو چې افغانستان په دغه ورځ د امریکا له نیواک څخه ازاد شو او د امریکا پوځیان له افغانستان څخه وشړل شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د دغه ستر بریالیتوب له فرصتونو څخه باید د افغانستان د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره استفاده وکړو.
هغه د طالبانو حکومت د افغانستان جایز نظام وباله او په نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ د افغانستان په وړاندې له معقول سیاست څخه د استفادې په ترڅ کښې د افغانستان ارادې، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا احترام وکړي.
د افغانستان ښاریزو په هیواد کښې د امریکا د ماتي علت په تیرو څو لسیزو کښې د مسلمانانو او د مجاهدانو مقاومت وباله او ویې ویل د افغانستان خلک به هیڅکله استعمار ونه زغمي.