افغانستان کښې د امریکا د شتون یوازنی میراث بې وزلۍ وه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120408-افغانستان_کښې_د_امریکا_د_شتون_یوازنی_میراث_بې_وزلۍ_وه
فارس خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت مشر په افغانستان کښې د امریکا د ځواکونو د جنایتونو په غندلو سره وویل د امریکا عسکرو د وتلو په وخت له افغانستان څخه ټول تجهیزات او امکانات ایستلي او د خلکو لپاره یې یوازې بې وزلۍ پرییښودلي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2022 11:21 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د امریکا د شتون یوازنی میراث بې وزلۍ وه

فارس خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت مشر په افغانستان کښې د امریکا د ځواکونو د جنایتونو په غندلو سره وویل د امریکا عسکرو د وتلو په وخت له افغانستان څخه ټول تجهیزات او امکانات ایستلي او د خلکو لپاره یې یوازې بې وزلۍ پرییښودلي ده.

د طالبانو د موقته حکومت مشر ملا محمد حسن اخوند  نن له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو د کلیزې په مراسمو کښې په وینا کښې وویل خارجي ځواکونو له افغانستانه د وتلو په وخت د افغانستان ټول تاسیسات او بیخ بنایانې له مینځه وړي وې.

محمد حسن اخوند چې په بګرام هوايي اډې کښې یې وینا کوله ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په راتلو سره په هیواد کښې وژلې او بمباریانې ختم شوي او په بیلابیلو سیمو کښې امنیت تامین شوی.