د عربستان د بقیق د تیلو په تاسیساتو کښې د اورلګیدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i175704-د_عربستان_د_بقیق_د_تیلو_په_تاسیساتو_کښې_د_اورلګیدل
پارس ټوډې- بلومبرګ راپور ورکړ د سپوږمکۍ انځورونه ښودنه کوي چې د عربستان په ختیځ کښې د «بقیق» د تیلو د تولیداتو په کارخانه کښې اور لګیدلی دی.
(last modified 2026-07-28T05:59:03+00:00 )
Jul 28, 2026 10:27 Asia/Kabul
  • د عربستان د بقیق د تیلو په تاسیساتو کښې د اورلګیدل

پارس ټوډې- بلومبرګ راپور ورکړ د سپوږمکۍ انځورونه ښودنه کوي چې د عربستان په ختیځ کښې د «بقیق» د تیلو د تولیداتو په کارخانه کښې اور لګیدلی دی.

پارس ټوډې سایټ د «عرب ژورنال» خبري سایټ په قول راپور ورکړی، بلومبرګ د یوه متخصص شرکت په قول د سپوږمکۍ د انځورونو په شننه کښې وویل په تیرې دوشنبې ورځ د «سنټیل -۲» په نوم د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي تصویرونه د عربستان په ختیځ کښې په بقیق کښې د تیلو د تولید د تاسیساتو دننه د اور د لګیدا له کبله د لوږیو د پورته کیدا او د تاوانونو د رسیدا ښودنه کوي.

د تیلو دغه تاسیسات په ورځ کښې د کابو اوه میلیونه بیرله اومو تیلو د تولیدولو د ظرفیت د لرلو  په دلیل لوړ سټراټيژیک اهمیت لري.

مخکې د یمن د  وسله والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» په تیرې دوشنبې ورځ د یمن د وسله والو ځواکونو د بې پایلوټه الوتکو د یوشمیر بریدونو خبر ورکړ چې د عربستان له ختیځ څخه په سره سمندر کښې تر ینبع بندر پورې د اومو تیلو تامینولو او انتقالولو ته د څو اړونده حساسو ځایونو او سایټونو باندې یې بریدونه کړي وو.

هغه ټینګار وکړ دغه بریدونه د سعودي دښمن د بې پایلوټه  الوتکو لخوا د یمن د هوايي حریم خلاف ورزۍ کولو ته په غبرګون کښې ترسره شوي دي.

د یمن د باندنیو چارو وزارت همدا اوس په یوې بیانیې کښې سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی که چیرې د یمن کلابندۍ ختمه نکړي باید د سختو سزاګانو په تمه ووسي.

د دغه بیانیې په دوام کښې راغلي دي د یمن خلک به هیڅکله د لسګونو زره شهیدانو وینه چې په تیرو دولسو کلونو کښې د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کښې شهیدان شوي دي هیره نکړي.

د یمن خارجه وزارت زیاته کړه عربستان باید پوه شي چې د ریاض د هوايي ډګر حالت باید د یمن د صنعا د هوايي ‌ډګر په شان ووسي او د «ینبع» او د «جیزان» د بندرونو او د نورو بندرونو حالت هم باید د یمن د الحدیده بندر د حالت په شان وي.