داعش تېره مياشت ۲۵۰افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
Sep 04, 2022 09:05 Asia/Kabul
دغې شورا په یوه اعلامیه کې د هرات په ګذرګاه جومات کې د جمعې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده
د ملگرو ملتونو امینت شورا په افغانستان کې د داعش ډلې د بریدونو د زیاتېدو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.
دغې شورا په یوه اعلامیه کې د هرات په ګذرګاه جومات کې د جمعې ورځې چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
ياده شورا وایي چې په وروستیو کې په عامو خلکو د داعش بریدونه ډیر شوي او په تیره یوه میاشت کې د دې ډلې د بریدونو په پای کې ۲۵۰ تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
ټیګونه