پاکستاني او افغانستاني زایرین د مځکې له لارې عراق ته ورتللې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120774-پاکستاني_او_افغانستاني_زایرین_د_مځکې_له_لارې_عراق_ته_ورتللې_شي
له بلې خوا د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویندوی سید محمد حسینی ددغه وزارت له لوری د اربعین په دستور کې د افغانستاني زایرینو د ګډون د بندیز خبر بې اساسه بللې دې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 08, 2022 15:05 Asia/Kabul
  • پاکستاني او افغانستاني زایرین  د مځکې له لارې عراق ته ورتللې شي

له بلې خوا د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویندوی سید محمد حسینی ددغه وزارت له لوری د اربعین په دستور کې د افغانستاني زایرینو د ګډون د بندیز خبر بې اساسه بللې دې .

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د عراق د اربعین کمیټۍ مشر او د کورنیو چارووزیر سلاکار  مهدی الفکیکی  د دغه خبر په اعلانولو سره زیاته کړه ټاکل شوی ده چی پاکستاني او افغانستاني زایرین د ایراني لوری په غږملتیا او یوازې د شلمچې پولې له لارې عراق ته راتللې شي .

له بلې خوا د طالبانو د حج او اوقافو وزارت ویندوی سید محمد حسینی ددغه وزارت له لوری د اربعین په دستور کې د افغانستاني زایرینو د ګډون د بندیز خبر بې اساسه بللې دې . ځینو رسندویو پرون داسې خبرونه ورکړی وو چی د طالبانو د حج او اوقافو وزارت افغانستاني زایرین  کربلا ته د حسینی ویرجنو د سفر مخه نیولی ده .

 همداراز په کابل کې د ایران سفارت د اربعین زیارت کوونکو لپاره د ځمکې د ویزې ورکولو لپاره چمتووالی اعلان کړ

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړی چې د عراق د حکومت له اعلان سره سم د دغه هېواد سفارت چمتو دی چې د ځمکې له لارې افغان زیارت کوونکي ومني.

په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت اعلان کړی چې د عراق حکومت د دغه هیواد د ځمکنیو پولو له لارې د افغان زیارت کوونکو منلو ته چمتووالی اعلانولو سره، هغوی ته به د دوه وارې د زیارت کولو ویزې ورکړي.

Image Caption

 

د دغه سفارت په اعلامیه کې راغلي: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د افغانستان د ورور هیواد اربعین زیارت کوونکو د درناوي په خاطر د دوه ګوني ویزو د صادرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ویلي: د اربعین په ورځو کې عراق ته د افغانانو د تګ راتګ د زیاتې غوښتنې په پام کې نیولو سره، د ایران اسلامي جمهوریت څه موده مخکې له افغانستان سره خپلې پولې سمبالې کړې او د ننوتو او وتلو په پولو کې یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د ایران د سفارت په اعلامیه کې راغلي: د دې په پام کې نیولو سره چې عراق د اربعین د مراسمو کوربه دی، هڅه شوې چې له کوربه هیواد سره په همغږۍ د ایران د اسلامي جمهوریت ویزې په دې ډول صادرې کړي چې د زیارت کوونکو په راتګ کې ځنډ رامنځته نه شي.

د يادونې وړ ده، چې عراقي چارواکو له دې مخکې اعلان کړى و، چې افغان زيارت کوونکي بايد د نجف او بغداد د هوايي پولو له لارې هېواد ته داخل شي. خو په دې وروستیو کې او داسې خبرونه چې نن خپاره شول، د عراق هېواد اعلان وکړ چې د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره به افغان زیارت کوونکو ته د ځمکنیو پولو له لارې دغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړي.