د افغانستان په فضاکې هوایی خدمات اماراتو ته وسپارل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120800-د_افغانستان_په_فضاکې_هوایی_خدمات_اماراتو_ته_وسپارل_شول
دا موافقه په داسې حال کې لاسلیک شوه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې یو وار بیا نړیوالې الوتنې پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 09, 2022 08:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان په فضاکې هوایی خدمات اماراتو ته وسپارل شول

دا موافقه په داسې حال کې لاسلیک شوه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې یو وار بیا نړیوالې الوتنې پیل کړي.

 

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوا کچکونې وزارت د افغانستان په فضاکې هوایی خدمات د اماراتو ګاک شرکت ته وسپارل .

دافغان رسندویو د راپور له مخې، دا موافقه په داسې حال کې لاسلیک شوه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې یو وار بیا نړیوالې الوتنې پیل کړي.

سره له دې چې د کابل له هوايي ډګره ځینې الوتنې بهرنیو هیوادونو ته کېږي، خو خورا ډېر کار ته اړتیا ده چې مهم هوايي شرکتونه افغانستان ته او له افغانستان څخه الوتنې پیل کړي.

د کابل د هوايي ډګر، چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسېدو او د بهرنیو پوځیانو د وتلو په مهال زیانمن شوی، بشپړه فعالېدا د افغانستان د ویجاړ شوي اقتصاد د ښه کېدو لپاره ډیر اهمیت لري.