ایران افغانستان سره په روغتیائي چاروکې بشپړمرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120994-ایران_افغانستان_سره_په_روغتیائي_چاروکې_بشپړمرسته_کوي
د طالبانو د روغتیائي چارو سرپرسرست وزیرووئيل،د ایران اسلامی جمهوریت د زړه د جراحۍ، دروغتونونو د ظرفیّت دلوړتیا او همداراز  د کابل په لویدیځ  افشار  او بامیان ولایت کې د  امام خمینی روغتونونو د بشپړتیا په برخو کې خپلې مرستې ډالۍ کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 14, 2022 00:24 Asia/Kabul
  • ایران افغانستان سره په روغتیائي چاروکې بشپړمرسته کوي

د طالبانو د روغتیائي چارو سرپرسرست وزیرووئيل،د ایران اسلامی جمهوریت د زړه د جراحۍ، دروغتونونو د ظرفیّت دلوړتیا او همداراز  د کابل په لویدیځ  افشار  او بامیان ولایت کې د  امام خمینی روغتونونو د بشپړتیا په برخو کې خپلې مرستې ډالۍ کړي.

زمونږخبریال د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ،  دافغانتسان د موقته حکومت د روغتیائی چارو د وزارت سرپرست قلندر عباد  چې په همداوروستیو کې د جی پنځه غونډې کې د ګډون لپاره تهران ته په سفر راغلی ؤ،په کابل کې ئې پرون په خبری ناستې کې ووئيل،ایران له سلامتیا سره په اړونده مختلفو برخو کې  له افغانستان سره بشبړ مرسته کوي.

د طالبانو د روغتیائي چارو سرپرسرست وزیر زیاته کړې،د ایران اسلامی جمهوریت د زړه د جراحۍ، دروغتونونو د ظرفیّت دلوړتیا او همداراز  د کابل په لویدیځ  افشار  او بامیان ولایت کې د  امام خمینی روغتونونو د بشپړتیا په برخو کې خپلې مرستې ډالۍ کړي.

قلندر عباد   په جی پنځه غونډې کې د ایران ،افغانستان،پاکستان اوعراق  په وسیله  لاسلیک شوي موافقې ته په اشارې سره  روښانه کړه ،د ساری ناروغیو دمخنیوي لپاره هڅه  به هم له افغانستان سره  په روغتیائی برخې کې  د ایران د مرستو یوه بله برخه وي. د طالبانو دغه چارواکي د روغتیا او  درملنې په برخې د افغانستان  دتیر یوه کال  دسیاسی او اقتصادي  حالاتو  دمنفي  اغیزو خبره وکړه او ټينګار ئې وکړ،  افغانستان به  په ځان دبسیاینې، دټولنې د درملنې  د پرمختګ او د طبي اړتیا دختمولو لپاره د ایران له ظرفیّتونو استفاده وکړي.

د امریکائي نیواکګر پوځ په وسیله د افغانستان د دوولسیزو نیواک او ورپسې بیا د دغه هیواد په ضد د لویدیځ  اوواشنګټن غلیمانه سیاستونوپسې  د افغانستان  ولس  اوس له هرپلوه  له ډيرو مشکلاتو او ستونزو سره لاس او ګریوان دی اوان تردې چې د روغتیائی چارو ابتدائي امکانات هم نه لري او له امله ئې په زرګونو ماشومان او میّندې په هرې ګنټې کې خپل ژوند له  لاسه ورکوي .