کرزی: د سولې ملي خبرې دې ژرپیل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121114-کرزی_د_سولې_ملي_خبرې_دې_ژرپیل_شي
حامد کرزي د جګړې د ودریدو د غوښتنې تر څنګ خبرې او تفاهم د اوسنۍ لانجی د حل یوازینۍ لاره ګڼلې او د ملي يووالي پر ساتلو یې ټینګار کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 16, 2022 08:30 Asia/Kabul
  • کرزی: د سولې ملي خبرې دې ژرپیل شي

حامد کرزي د جګړې د ودریدو د غوښتنې تر څنګ خبرې او تفاهم د اوسنۍ لانجی د حل یوازینۍ لاره ګڼلې او د ملي يووالي پر ساتلو یې ټینګار کړی.

 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پنجشېر کې روانې جګړې ته غبرګون وښود.

نوموړي په یوه اعلامیه کې وویل،چې د پنجشېر د جګړې په شدت خواشینی دی او په هېواد کې د وينې توييدو او ورور وژنې دوام ته ژوره انديښنه لري.

حامد کرزي ويلي تېرو ترخو تجربو ښودلې،چې جګړه او وينه توييدنه حل لاره نه ده،بلکې برعکس د ډېرې بربادۍ او ويجاړۍ سبب کیږي.

حامد کرزي د جګړې د ودریدو د غوښتنې تر څنګ خبرې او تفاهم د اوسنۍ لانجی د حل یوازینۍ لاره ګڼلې او د ملي يووالي پر ساتلو یې ټینګار کړی.

کرزی د طالبانو حاکمې ادارې ته په خطاب کې ویلي،چې د هېواد په اوسني وضعيت کې ډېر مسوولیت دغې ادارې متوجه دی او طالبان باید په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هر څومره ژر د ملي خبرو زمینه برابره کړي.

د حامد کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې دي،چې له څو ورځو راهيسې له پنجشېر ولايت څخه د طالبانو د ځواکونو او د دوی د يوې وسله والې مخالفې ډلې له لوري يو بل ته د سختو تلفاتو ادعاوې کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیو ګانې هم خپرې شوي،چې ادعا کیږي طالبانو د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې اسیر شوي وسله وال کسان وژني.

د دغو ویډیو ګانو په اړه مختلفو نړيوالو سازمانونو سخت غبرګون ښودلی او په اړه ېې د څېړنو د پيل خبر ورکړی.

په ورته مهال، د پنجشېر د مقاومت ډلې مشر د طالبانو ځينو نورو مخالفو څېرو سره د اتریش په پلازمینه کې د بندو دروازو تر شا یوې غونډې ته تللی.

طالبانو دا غونډه د ازمایل شويو او ناکامو څېرو غونډه بللې او ويلي،چې مخالفان یې د افغانستان استازيتوب نه شي کولای.