افغانستان کښې ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121152-افغانستان_کښې_۲۳_ترهګرې_ډلې_فعالې_دي
د طالبانو د حکومت د مخالفانو مشر احمد مسعود په افغانستان کښې د ۲۳ ترهګرو ډلو د فعالیت خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2022 02:53 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي

د طالبانو د حکومت د مخالفانو مشر احمد مسعود په افغانستان کښې د ۲۳ ترهګرو ډلو د فعالیت خبر ورکړ

د افغانستان د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې، احمد مسعود د آسټریا په پلازمینې ویانا کښې په یوې خبري غونډې کښې، په دې خبرې سره چې د افغانستان مسئله پوځي حل لاره نه لري، وویل: همدااوس ۲۳ ترهګرې ډلې په افغانستان کښې فعالې دي او نړیوال باید د خپل امنیت په خاطر له دغو ډلو بیدار ووسي.

احمد مسعود چې د افغانستاني سیاستوالانو په دوه ورځنۍ غونډه کښې د ګډون لپاره ویانا ته دیل دی، ټینګار وکړ: مونږ له طالبانو وغوښتل چې د حکومت جوړول د خلکو خوښې ته پریږدي خو طالبانو دا خبره ونه منله.

احمد مسعود زیاته کړه: زما په خپل باور، افغانستان سیاسي حل لارې ته اړتیا لري. اوسمهال مونږ د وحدت او یووالي لپاره په یو نوي پړاؤ کښې یو. غواړو چې د خبرواترو له لارې ټول لوري سره راغونډ کړو ترڅو غږ یې واوریدل شي.