دافغانستان د شل کلن نیواک پاییلې
د چین سیاسی ټولنه د امریکایانو د واقعی نیت په اړه زیات شکونه لری او باوری ده چی امریکا هماغه راز د خپلو هدفونو د پرمختګ لپاره په افغانستان کې خپل نفوذ ساتلې او له هغه به استفاده وکړی
په تیر پروګرام کې مو د افغانستاني او ایراني کارپیژاندو له نظره د افغانستان د شل کلن نیواک د پاییلو په اړه درسره خبرې وکړې او ومو ویل چی امریکا د افغانستان له زیاتره ګاونډیو هیوادونو سره د پام وړ پیدا او پټ مشکلات لري ، له ایران او چین نیولی تر روسیې او د مرکزی اسیا ځینې هیوادونه او حتی پاکستان . د لویدیځ د پوهنکورونو له نظره افغانستان هغه ځای دی چی امریکا د هغه په ناامن کولو سره د دغو هیوادونو لپاره جدی ستونزې رامینځته کولې شي . په دې اساس د روانو ادعا ګانو په اپوټه امریکایان د افغانستان د بحران په حل پسې ندي بلکې ګروهنه لري هغه په دې ډول مدیریت کړي تر څو وکولې شی د هغه ګیر چاپیر سیمې تاواني کړي . امریکا په افغانستان کې د هدایت شوی بلوې سیاست په خپلې ایجنډې کې راوستې دې ، په دې ډول چی اوس افغانستان ناارامه دې او امریکا په دغو ناارامیو کې نور هدفونه تعقیبوي چی ایران ، روسیې او چین ته تاوان رسول او مرکزی اسیا ته د افراط پالنې غځول د دغو هدفونو یوه برخه کیدلې شی ، کله د بحران حل او کله د کړکیچ مدیریت کول .
په دغه پروګرام کې په چین د افغانستان د شل کلن نیواک د پاییلو په اړه درسره غږیږو .
زیاتره چیني شناندي له افغانستانه د امریکا له غیرمسولانه وتلو وروسته د افغانستان د سیاسی فضا د لرلید په نسبت بدبینانه کتنه لري . د هغوپه باور د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غنی زیات چانس نه درلوده چی له طالبانو سره په نښته کې بچ شی او خپل حکومت وساتلې شی . دطالبانو په حکومت کې د دغه ګډوډ وضعیت دوام په اسانۍ سره افغانستان داخلی جنګ ته ورکش ویلې او په دې ډول چین د ترهه ګرو او تکفیري ډلو د نفوذ په وړاندې تاوانی کولې شی . په همدې اړه په چیني ټولنو کې یوه ګډه لیدتوګه موجوده ده او هغه دا چی د امریکا له وتلووروسته به افغانستان له یوه سخت بې ثباته پړاو سره مخامخ شی او د چین په شمول د سیمې هیوادونه له رامینځته شوی ګډوډی سره لاس و ګریوان شي . که افغانستان په ګډوډی کې بی ثباته شی نود چین ون روډ ون بیلټ د نوی اقتصادي پروژې په لاره کی به جدي خنډ رامینځته شي .
د چینیانو له نظره کله چی امریکا په رسمی توګه په افغانستان کې خپل جنګ ختم کړی نو په سیمه کی د خپلو هدفونو د پرمختګ لپاره له دغه هیواده استفاده وکړی شی . چین کاملا قانع شوی دی چی دا امریکایان وو چی اسامه بن لادن او د هغه ملاتړي یې د شوروی د نیواک په وخت کې وروزل او هغو یې په مالی او تسلیحاتی توګه سنبال کړل تر څو د ماسکو له نفوذ سره مقابله وکړې شی . نو ځکه د امریکا د ترهه ګرو پالنې دا وړتیاوط به د چین په سین کیانګ او نورو سیمو کې د چین د داخلی امنیت لپاره جدي پاییلې ولرلې شي . د چین او امریکا د اړیکو په چوکاټ کی چی د سترو قدرتونو د سیالیو په چوکاټ کې تعریف کیږی ، دغه احتمال زیات شوی دی چی افغانستان هماغه راز د لورو د امنیتي سیالیو لپاره او هم د سیاسی نفوذ د ترلاسه کولو لپاره د جنګ په ډګر بدل شي .
د چین سیاسی ټولنه د امریکایانو د واقعی نیت په اړه زیات شکونه لری او باوری ده چی امریکا هماغه راز د خپلو هدفونو د پرمختګ لپاره په افغانستان کې خپل نفوذ ساتلې او له هغه به استفاده وکړی . پر دې سربیره پیکنګ اندیښمن دې چی امریکا په افغانستان کې له خپلو میدانی ژمنو په ازادیدا سره اوس په دې پسې وی چی له دغه هیواده په استفادې سره د چین سمیه ایز دریځونه او مهمې ګټې کمزوری کړي . چین هیله من دې چی اقتصادي پراختیا وکولې شی په افغانستان کې د ثبات د رامینځته کیدا سبب شی . د امنیتی حالاتو په نسبت د چین له واقع بینانه کتنې سره سره دا هیواد تمه لري چی د ثبات د رامینځته کیدا په بڼه کې افغانستان په ون روډ ون بیلټ طرحه کی ورځای کړی یا حتی هغه د چین او پاکستان له اقتصادي کوریډور سره یو ځای کړی .
د ستمبر د ۱۱ له شکمنو حملو او په افغانستان د حملې لپاره د امریکا له فیصلې وروسته چین په افغانستان د امریکا له حملې سره موافقت وکړ خو افغانستان ته یې هیڅ ځواک ونه لیږه . په حقیقت کې چین په افغانستان کې د خپل ځان د ښکیلولو ته هیڅ ګروهنه نه درلوده . د افغانستان په وړاندې د چین سټراټیجۍ زیاتره په اقتصادي او تجارتي نفوذ ولاړه ده او دواړو لورو ترمینځ د تجارتي ، صنعتی راکړو ورکړو ، انرژۍ ، له طبیعی سرچینو ګټه پورته کولو ، بریښنا ، د تیلو د پایپونو د جوړولو ، د ټرانسپورټ ، اورګادی د جوړولو ، لارو او بیخ بیانییو جوړولو په زمینه کی روانه ده . چین پوهیږی چی په افغانستان کې یې د تجارتی او اقتصادي ګټو ساتل په دغه هیواد کی د امنیت په ساتلو پورې اړه لري .
چین د افغانستان په سیاستونوکې د امریکا جنګ او لاس وهنه د دغه هیواد د بی ثباتۍ عامل بللې دې . د بیکنګ له نظره جنګ له مودو راهیسې له خپل اصلی هدف چی له ترهه ګرۍ سره مبارزه ده ، منحرف شوی او د اوراسیا د زړه او د چین د حیات خلوت د کنټرول لپاره په یوه پروګرام بدل شوی دی . په دې اساس په کلی ډول په افغانستان کې د امریکا لاس وهنه په ډیره منفی بڼه او د سیمې د بی ثباتیو او اندیښنو د عامل په توګه انځور شوی ده . چین ته ښه لګیده چی امریکا د خپل تاریخ په تر ټولو اوږده جنګ کی ښکیله ووینی ځکه چی دغه جنګ د دې په ترڅ کې چی د امریکا د ملی شتمنیو د حیف و میل سبب کیده ، په سیمه او نړۍ کې د هغې برلاسی توب هم تر پوښتنې لاندې راتله . په حقیقت کی له ۲۰۰۱ کاله وروسته چین تل په عراق او افغانستان کې د امریکا جنګونه ځان لپاره یو طلایی فرصت بللې دې چی له هغو په استفادې سره خپل قدرت زیات کړې شی ، له دې پرته چی د واشنګټن لپاره د خطرې ټلۍ ووهي . په دې اساس چینیانو د دې په ترڅ کې چی په افغانستان کې د امریکا د جنګ په نسبت منفی کتنه درلودلی ده ، یوډول له هغه خوشحاله هم وو .
چین هم د نورو ډېرو هیوادونو په شان باوري دی چې امریکا د افغانستان د حالاتو د خرابیدو مسووله ده. د امریکا ځواکونه چې شل کاله په افغانسان کې وو بې له سیاسي سولې له دې هیواده ووتل چې دا یو غیر مسوولانه اقدام و. چین د یو ولسي دولت د واکمنیدو پلوی دی چې ټولې افغانستانۍ ډلې پکې برخه ولري. یو داسې دولت په واک کې راشي چې د دغه هیواد د بیا رغاونې پوره توان ولري او نړیواله ټولنه او ګاونډیان ترې د خطر احساس ونه کړي. افغانستان باید په راتلونکي کې د ترهه ګرو عناصرو لپاره امن پټنځای نه وي طالبان باید له ټولو وسله والو ډلو سره اړیکي غوڅ کړي. چین په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د جدایي غواړو له فعالیته اندیښنه لري. چین د سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې په پایداره امنیت پسې دی.
د چین له نظره له افغانستانه د امریکا وتل په دې معنا دي چې متحده ایالتونه حتی که خپل رسمي ځواکونه له افغانستانه وهم باسي، لرې ښکاري چې په افغانستان کې خپل امنیتي شتون او تر هغې مهمه ، هغه نفوذ چې د خصوصي امنیتي ځواکونو، دفاعي ټیکه داران او ځایي شریکانو په وسیله یې لاسته راړی، ختم کړي. نو ځکه د عسکرو وتلو یوازې سمبولیکه بڼه لري. متحده ایالتونو د افغانستان له سیاسي نخبګانو سره پراخه او پیچلې رابطه او ګډه شبکه جوړه کړې ده. دغه رابطه به د امریکا په سیاست کې هماغه شان مهم رول ولري . دا په داسې حال کې دي چې امریکا غواړي په جنوبي اسیا کې له خپلو متحدانو او شریکانو سره غږمله شي. بیجنګ دغه هڅې د امریکا په راتلونکو پروګرامونو کې د دغه هیواد د چورلیزي رول د سلاتلو لپاره یو اقدام ګڼي.
د رنډ موسسې د دفاعي او امنیتي چارو تکړه شناندی درک گروسمن Derek Grossman په دې باور دی چې چین له افغانستانه له وتلو وروسته دوه له یو بل سره تړلي هدفونه لري: لومړی او مهم یې دا دی چې بیجنګ په افغانستان کې په ثبات پسې دی چې د چین په شمال لویدیځ کې په سینکیناګ صوبه کې د افراط ګرۍ د احتمالي نفوذ مخه ونیسي. په افغانستان کې د چین دوهم لومړیتوب د افغانستان طبیعي سرچینو ته لاسرسی دی. د دوه زره څوارلسم کال د یو راپور په اساس افغانسان د کابو یو ټریلین ډالرو کمیابه فلزات لري چې په غرونو کې پراته او د راویستلو وړ دي. د غه فلزاتو ته د رسیدلو لپاره، چین اول په ټول افغانستان کې د لویو لارو، سړکونو او د ریل لارو جوړولو ته اړتیا لري . بیجنګ دم ګړۍ په افغانستان کې په څو پروژو کې برخه لري.
چینیانو د اشرف غني د دولت له سقوطه وروسته په افغانستان کې د طالبانو د نوي حکومت د منلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی د ی. دغه دریځ په زیات احتمال سره د چین په دې تمې ولاړ دی چې طالبان په افغانستان کې د افراطي ډلو ګواښونه ختم کړي. بیجنګ همداراز په زیات احتمال له نوي دولت سره له اړیکو څخه اقتصادي اهداف لکه د افغانستان معدنیاتو ته د رسیدلو او ترې استفادې او له ایران او ورهاخوا سیمو سره د ځمکنیو لارو د ټینګولو اهداف لري. چین دم ګړۍ د امریکا د بهرني سیاست اصلي چورلیز دی.