طالبانو د هوايي چلند پخوانی مشر له بللو وروسته بندي کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121542-طالبانو_د_هوايي_چلند_پخوانی_مشر_له_بللو_وروسته_بندي_کړی
محمود شاه حبيبي څو مياشتې مخکې د طالبانو د اړیکو د کمیسیون په بلنه افغانستان ته ستون شوی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • طالبانو د هوايي چلند پخوانی مشر له بللو وروسته بندي کړی

محمود شاه حبيبي څو مياشتې مخکې د طالبانو د اړیکو د کمیسیون په بلنه افغانستان ته ستون شوی و.

 

دافغانستان د  ملکي هوايي چلند د ادارې د پخواني مشرمحمود شاه حبيبي کورنۍ وايي،چې طالبانو نوموړی له شاوخوا یوې نېمې مياشتې راهيسې بندي کړی،چې دوی یې تر اوسه له برخليک څخه نه دي خبر.

د نوموړي ورور احمد شاه حبيبي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي،چې طالبان د هغه د نيولو لپاره یو ځل په داسې مهال کور ته ورغلي وو،چې کور کې نارينه نه وو او دوی سره له دې هم کور ته ننوتي او له ښځو څخه ېې د حبيبي ځینې کاري وسايل وړي وو.

محمود شاه حبيبي څو مياشتې مخکې د طالبانو د اړیکو د کمیسیون په بلنه افغانستان ته ستون شوی و.

د هغه د نيولو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

د حبيبي د کورنۍ په وینا، نوموړي له تېرو دریو کلونو راهيسې کومه دولتي دنده نه لرله او په کابل کې د یوه خصوصي شرکت کارکوونکی و.