اروپاادعاکوی داسې افغانستان غواړو چې بشري حقوق پکې خوندي وي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122126-اروپاادعاکوی_داسې_افغانستان_غواړو_چې_بشري_حقوق_پکې_خوندي_وي
د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، طالبانو د ملګروملتونو د منشور د درناوي لپاره هم کوم ډاډ او تضمین نه دی وړاندې کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2022 10:49 Asia/Kabul
  • اروپاادعاکوی داسې افغانستان غواړو چې بشري حقوق پکې خوندي وي

د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، طالبانو د ملګروملتونو د منشور د درناوي لپاره هم کوم ډاډ او تضمین نه دی وړاندې کړی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن وايي، دوی د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې د ټولو خلکو بشري حقونو او د هر چا فردي ازادۍ ته درناوی پکې موجود وي.

د هغه په وينا، طالبانو تر اوسه د ملي او نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره په خپل حکومت کې د غیر طالبو نارینه او ښځینه څېرو د ګډون لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د ده په وينا، طالبانو تر اوسه کوم اساسي قانون یا سيستم نړۍ ته نه دی معرفي کړی او نړيوال نه پوهیږي چې طالبان په څه اساس په رسميت وپېژني.

 د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، طالبانو د ملګروملتونو د منشور د درناوي لپاره هم کوم ډاډ او تضمین نه دی وړاندې کړی.

د اروپايي ټولنې استازي په ورته وخت کې له طالبانو سره د خبرو له لارې په تعامل او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اروپایان په داسې حال کې د بشری حقوقو د رعایتونو خبرې کوی چی پخپله د نړۍ د بشري حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزۍ کونکي دي .