اروپاادعاکوی داسې افغانستان غواړو چې بشري حقوق پکې خوندي وي
د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، طالبانو د ملګروملتونو د منشور د درناوي لپاره هم کوم ډاډ او تضمین نه دی وړاندې کړی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن وايي، دوی د داسې افغانستان غوښتونکي دي چې د ټولو خلکو بشري حقونو او د هر چا فردي ازادۍ ته درناوی پکې موجود وي.
د هغه په وينا، طالبانو تر اوسه د ملي او نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره په خپل حکومت کې د غیر طالبو نارینه او ښځینه څېرو د ګډون لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
د ده په وينا، طالبانو تر اوسه کوم اساسي قانون یا سيستم نړۍ ته نه دی معرفي کړی او نړيوال نه پوهیږي چې طالبان په څه اساس په رسميت وپېژني.
د اروپايي ټولنې د استازي په وينا، طالبانو د ملګروملتونو د منشور د درناوي لپاره هم کوم ډاډ او تضمین نه دی وړاندې کړی.
د اروپايي ټولنې استازي په ورته وخت کې له طالبانو سره د خبرو له لارې په تعامل او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.
طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
اروپایان په داسې حال کې د بشری حقوقو د رعایتونو خبرې کوی چی پخپله د نړۍ د بشري حقوقو تر ټولو ستر خلاف ورزۍ کونکي دي .