د افغانستان د طالبانو له حکومته یو بل ازبک کمانډر جدا شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122248-د_افغانستان_د_طالبانو_له_حکومته_یو_بل_ازبک_کمانډر_جدا_شو
د ټولشموله حکومت جوړیدا،ښونې ته د میرمنو اوانجونو بشبړحق  او دخلکو دمځکو دغصبولو دریدا  داسې موردونه دی چې صلاح الدین ایوبي  مطرح کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2022 09:45 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو له حکومته یو بل ازبک کمانډر جدا شو

د ټولشموله حکومت جوړیدا،ښونې ته د میرمنو اوانجونو بشبړحق  او دخلکو دمځکو دغصبولو دریدا  داسې موردونه دی چې صلاح الدین ایوبي  مطرح کړي دي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت  ترټولو مهم  ازبک توکمه  کمانډرقاری صلاح الدین ایوبی  په هغه څه باندې په اعتراض کې چې،قوم پال سیاستونه بلل کیږی، له دغه حکومت سره ظې رابطه غوڅه کړې ده .

 له دې مخکې د طالبانو یو  مهم هزاره کمانډر  مولوی مهدي مجاهد هم  له دغې ډلې جدا شوی ؤ او د طالبانو په ضد ئې خونړي جنګ ته مخه کړې ده چې په نتیجې کې ئې په لسګونو کسان وژل شوي او دغه راز د افغانستان په شمال کې له سرپل ولایته په لسګونو زره  خلک هم کډه په سر شول، البته څه موده وروسته مولوي مهدی مجاهد له طالبانو سره په یوې نښتې کې ووژل شو.

 شفقنا خبری اژانس راپور ورکړ، د طالبانو د حکومت ترټولو مهم ازبک توکمه  قوماندان قاری صلاح الدین ایوبی  له کابله تللی او په فاریاب ولایت کې خپل مرکز ته تللی دی .

د غه ازبک توکمه  کمانډر  وئيلي دي ،تر څو چې د طالبانو د حکومت په جوړښت کې غوره اصلاحات رامینځة نشي ،له دغه حکومت سره ملګرتیا نه کوي.

د ټولشموله حکومت جوړیدا،ښونې ته د میرمنو اوانجونو بشبړحق  او دخلکو دمځکو دغصبولو دریدا  داسې موردونه دی چې صلاح الدین ایوبي  مطرح کړي دي.