د افغانستان او د ایران چارواکو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122628-د_افغانستان_او_د_ایران_چارواکو_خبرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ايران د سفارت له معاون سره په يو لړ موضوعاتو ناسته تر سره کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 23, 2022 06:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان او د ایران چارواکو خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د عامې روغتيا وزير ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ايران د سفارت له معاون سره په يو لړ موضوعاتو ناسته تر سره کړه.

د عامې روغتيا وزير د ايران هيواد له معاون سفير سره د افشار روغتون ، د بامیانو روغتون ، په ننګرهار کې د شکرې ناروغۍ لپاره مرکز د جوړولو او ظرفیت جوړونې په اړه مفصل بحث وکړ ، او په پای کې يې د روغتیايي سکټور په ګډو همکاريو او پراختيا خبرې تر سره کړې.

هېره دې نه وي چې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په دا وروستيو کې له بيلا بيلو هيوادونو سره د هيواد د روغتيايي سيستم د لا پياوړي کولو په خاطر ناستې تر سره کړې دي.