په کابل او ولایتونو کې د تېلو بیه کمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122704-په_کابل_او_ولایتونو_کې_د_تېلو_بیه_کمیږي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سلاکار او ویاند عبدالسلام اخندزاده له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سونگو او خوراکی توکو د بیو د لوړیدو د مخنیوی لپاره پلانونه لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2022 04:17 Asia/Kabul
  • په کابل او ولایتونو کې د تېلو بیه کمیږي

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سلاکار او ویاند عبدالسلام اخندزاده له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سونگو او خوراکی توکو د بیو د لوړیدو د مخنیوی لپاره پلانونه لری.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سلاکار او ویاند عبدالسلام اخندزاده وايي په کابل کې د تېلو د بیو د راټیټولو لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه تېل او ګاز وارد شوي او همدا راز له هغو ولایتونو څخه هم تېل وارد شوي چې لرګي زیات دي. او د ډبرو سکرو زیرمې کابل او هغو ولایتونو ته چې ورته اړتیا لري داخلیږي. تر څو د هغې بیه راټیټه شي او ښاریان ګرم او سوله ایز ژمی ولري.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سلاکار او ویاند عبدالسلام اخندزاده له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سونگو او خوراکی توکو د بیو د لوړیدو د مخنیوی لپاره پلانونه لری.

 اخندزاده زياته کړه، چې د نفتي توکو د بيو د راټيټولو په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره د نفتي توکو، ډيزل او مايع ګازو د واردولو تړونونه شوي، چې له مخې به يې په راتلونکي ژمي کې د نفتي توکو د بيو د لوړېدو مخه ونيول شي.

هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې د سولې او امنیت له ټینګښت وروسته یو زیات شمېر کورني پانګوال چې له افغانستانه بهر ژوند کوي هېواد ته داخل شوي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي او همدا راز یو شمېر بهرني پانګوال هم په هېواد کې پانګونې کوي.

په ورته وخت کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي د تېلو د بیې له لوړېدو اندېښمن دي او وايي چې حکومت باید هڅه وکړي چې د سون توکو بیې راټيټې کړي او د کابل ښاریانو ته د سون توکو د برابرولو زمینه برابره کړي.

د يادونې وړ ده، چې هر کال د سړې موسم په رانږدې کېدو او د خلکو د غوښتنې له زياتېدو سره د تېلو په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو بيې لوړې شوې او خلک له دې سيمې زيات شکايتونه کوي.