د افغانستان یوه نوي ګوند خپل موجودیت اعلان کړ
شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت مخالفانو د سرور دانش په مشرۍ د افغانستان د عدالت او د ازادۍ ګوند موجودیت اعلان کړ.
دغه ګوند پرون د سرور دانش په مشرۍ چې د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیال و خپل موجودیت اعلان کړی.
د افغانستان عدالت او ازادۍ ګوند په یوې بیانیې کښې چې په رسنیو کښې خپره شوي ده له طالبانو سره مبارزه کول او په افغانستان کښې د فیډرال جمهوریت رامینځته کول خپل دوه اصلي هدفونه وبلل.
دغه بیانیې د طالبانو په کړچار او د دغه ډلې تر واکمنې لاندې د افغانستان په حالت باندې نیوکې سره خلک د طالبانو پرضد مقاومت کولو ته وروبلل.
د افغانستان نوی عدالت او ازادۍ ګوند ادعا وکړه چې دغه یو اعتدال پاله اسلامي غورځنګ دی او زیاته یې کړه جنګ د حل لارې په توګه نه ویني.
د طالبانو چارواکو تراوسه د دغه نوي ګوند په هکله څه نه دي ویلي خو دغه ډلې مخکې په ځلونو ځلونو د افغانستان د پخوانیو حکومتونو له چارواکو سره له خبرو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.
څه موده مخکې هم د افغانستان له پخوانیو چارواکو او شخصیتونو څخه جوړ حرکت ملي صلح او عدالت ګوند خپل موجودیت اعلان کړی و.
د افغانستان د اقتصاد پخوانی وزیر جلیل شمس د موقته مشر په توګه انتخاب شو او پخوانی خارجه وزیر حنیف اتمر د حرکت ملي صلح و عدالت ګوند د رهبرۍ نامتو غړی معرفي شوی دی.
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا سمدستي وروسته د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه جوړه شوه او همدا اوس د افغانستان په څو ولایتونو کښې له طالبانو سره په وسله والې مبارزې بوخته ده.
څه موده وروسته د افغانستان یوشمیر شخصیتونو له طالبانو سره د مخالفت په هدف سره د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت لوړه شورا جوړه کړه.
په تیر میلادي کال کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان ډیرپخواني چارواکي له هیواده تللي خو ځینې یې د طالبانو په غوښتنه او بلنه هیواد ته ورستانه شوي او ځینې نور بیا د یوشمیر تشکلونو په جوړولو سره په منظم ډول د دغه ډلې پرضد مخالفت ته دوام ورکوي.