طالبانود افغانستان په اړه د بینټ راپور ناسم وباله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122842-طالبانود_افغانستان_په_اړه_د_بینټ_راپور_ناسم_وباله
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د شخصي ادعاوو، مجازي سرچینو او متعصبو ایمیلونو پر بنسټ چمتو شوی راپور د ساینسي اصولو خلاف دی او د اعتبار وړ نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • طالبانود افغانستان په اړه د بینټ راپور ناسم وباله

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د شخصي ادعاوو، مجازي سرچینو او متعصبو ایمیلونو پر بنسټ چمتو شوی راپور د ساینسي اصولو خلاف دی او د اعتبار وړ نه دی.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ راپور ناسم او بې بنسټه بللی او ویلي یې دي چې دا ډول غیر مسوولانه څرګندونې په افغانستان کې د شر او نفاق د خپریدو لامل ګرځي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ راپور دروغ بللي او ویلي یې دي چې دغه راپور د افغانستان او امریکا تر منځ د واټن رامنځته کولو په موخه وړاندې شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بینیټ راپور بې اعتباره بللی او غندلی یې دی.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د شخصي ادعاوو، مجازي سرچینو او متعصبو ایمیلونو پر بنسټ چمتو شوی راپور د ساینسي اصولو خلاف دی او د اعتبار وړ نه دی.

بنټ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې افغانستان ته د خپل سفر د راپور په وړاندې کولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغه وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ژور خنډونه رامنځ ته شوي دي.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې دا هم وویل، چې قومي او مذهبي اقلیتونه له مستقیمو بریدونو او تبعیض سره مخ شوي دي. بینیټ وویل، «د شیعه هزاره ګانو، صوفیانو، سیکانو او هندوانو پر ژوند بریدونه شوي دي. په تعلیمي مرکزونو، جوماتونو، روغتونونو او د ښار په موټرو باندې د خلکو د توکم او مذهب له امله ګڼ بریدونه شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په خپلو خبرو کې په پنجشیر ولایت کې د ملکي وګړو د پراخې جبر او له بشري حقونو څخه د جدي سرغړونو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.

طالبانو تر دې وړاندې  هم د افغانستان په اړه د بینیټ او نورو بشري حقونو سازمانونو راپور رد کړی و.