شري ناروغۍ د افغانستان سلګونو ماشومان مړه کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) په افغانستان کښې په شري او نس ناستي ناروغیو باندې د ککړیدا په دلیل د سلګونو ماشومانو د مړ کیدا خبر ورکړ.
د ملګروملتونو او په افغانستان کښې د روغتیايي مرکزونو د راپور پراساس په تیرو میاشتو کښې د افغانستان کابو درې څلویښت زره ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي او په دوې کښې په سلګونو کسان مړه شوي دي.
افغانستان په هغو محدودو هیوادونو کښې راځي چې تراوسه د ماشومانو د ګوزڼ یعني د پولیو او د شري په شان ماشومانو ته اړونده ناروغیانې نه دي ختمې شوي.
د روغتیا نړيوالې موسسې ډبلیو ایچ او په خپل نوي راپور کښې وویل په افغانستان کښې په تیرو لسو میاشتو کښې څلور سوه پنځوس کسان چې زیات پکښې ماشومان وو په شري او نس ناستو ناروغیو باندې د ککړیدا په دلیل مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې د افغانستان په ماشومانو کښې د شري د ناروغۍ په زیاتیدا باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل په تیرو لسو میاشتو کښې په ټول افغانستان کښې په شري ناروغۍ د څه د پاسه یواویا زره ماشومانو د ککړیدا موردونه ثبت شوي چې څلور سوه پنځوس پکښې مړه شوي هم دي.
د روغتیا نړیوالې ادارې څه موده مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان کابو نیمايي خلک درملیزو مرستو ته ضرورت لري.
د راپورونو پراساس د افغانستان کابو نولس میلیونه خلک چې د دغه هیواد د څلویښت میلیونه نفوسو نیمايي برخه جوړوي د خوراکي شیانو له ناامنۍ سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کښې دي چې افغانستان د نړۍ یو داسې هیواد دی چې د ماشومانو او د میندو تر ټولو زیاته مړینه لري.
په افغانستان کښې د ماشومانو او د میندو زیاته مړینې په خورا توګه د داسې ناروغیو له کبله رامینځته کیږي چې مخه یې نیول کیدلای شي.