طالبانو د رسميت پيژندلو لپاره د نړۍ د ټولوغوښتني پوره کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122970-طالبانو_د_رسميت_پيژندلو_لپاره_د_نړۍ_د_ټولوغوښتني_پوره_کړي_دي
نیکبین په دوام کې ویلي، طالبان باید نړۍ ته وښيي، چې د بشري حقونو مسایل او د یوه جامع حکومت د جوړولو لپاره د نړۍ هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2022 11:19 Asia/Kabul
  • طالبانو د رسميت پيژندلو لپاره د نړۍ د ټولوغوښتني پوره کړي دي

نیکبین په دوام کې ویلي، طالبان باید نړۍ ته وښيي، چې د بشري حقونو مسایل او د یوه جامع حکومت د جوړولو لپاره د نړۍ هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

 

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي اسلامي امارت له نړۍ سره د اړیکو ټینګول غواړي او د تسلیمۍ لپاره یې ټول معیارونه او نورمونه پوره کړي دي.

خو د سیاسي چارو یو کارپوه په دې باور دی چې طالبان به تر هغو په رسمیت ونه پیژني تر څو چې د نړۍ هیلې پوره نه کړي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمی په دې وروستیو کې وویل: طالبانو هغه نورمونه او معیارونه پوره کړی چې په نننۍ نړۍ کې د رسمیت لپاره مهم دی.

په همدې حال کې د سیاسي مسایلو کارپوه او د پوهنتون استاد ضیا نیکبین افغان غږ خبری آژانس ته وویل: طالبان باید د بشري حقونو، د بیان ازادۍ، د ښځو د حقونو، د تعلیم حق او د ټول شموله حکومت د جوړولو په برخو کې درناوی وکړي. ترڅو د نړۍ هیوادونه په رسمیت وپیژني.

نیکبین په دوام کې ویلي، طالبان باید نړۍ ته وښيي، چې د بشري حقونو مسایل او د یوه جامع حکومت د جوړولو لپاره د نړۍ هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د هغه په ​​وينا، که طالبان په رسميت ونه پيژندل شي، افغانستان به له انساني تمدن څخه لرې د يوې جزيرې په توګه پاتې شي، د بېوزلۍ او لوږې له زياتوالي سره به مخ شي او حتی په هېواد کې د کورنيو جګړو امکان هم شته او دا ستونزې به تر ډېره اغېزمنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تل ویلي چې د تسلیمۍ لپاره یې ټول شرطونه پوره کړي او نړۍ د خپلو ناروا غوښتنو د پوره کولو په لټه کې ده.