د افغانستان کروندګر د کوکنارو کر ته زیاته انګیزه لري
په افغانستان کښې د کوکنارو په کر باندې بندیز کښې د طالبانو نمایشي اقدام او ورپسې د افیمو د بیو زیاتیدا د کوکنارو د کر لپاره د بزګرو انګیزه زیاته کړي ده.
طالبانو د افیمو د تولید د مخنیوي لپاره په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو په اخیستلو او خرڅولو بندیز لګولی خو دغه فیصله د نشه ییزو موادو د بیو د پنځوسو فیصدو زیاتیدا سبب شوي ده.
شفقنا خبري اژانس پرون د الیس ادارې لخوا په راغونډو کړیو شویو اطلاعاتو باندې استناد سره چې د سپوږمکۍ له لارې د تصویرونو تحقیقات غیر حکومتي موسسو او حکومتونو ته ورکوي په یوه راپور کښې وویل د نشه ییزو موادو د بیو زیاتیدا سبب شوي ده چې د افغانستان کروندګر د کوکنارو کرلو لپاره زیاته انګیزه پیدا کړي.
دغه ادارې وویل داسې ښکاري چې طالبانو د هیروئینو ستر تجارت له هیڅ بندیز پرته ازاد کړی او د افغانستان په ډیرو ځمکو کښې هماغه راز کوکنار کرل کیږي.
الیس ادارې د سپومکۍ له لارې اخیستل شویو تصویرونو ته په اشارې سره په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو د یوشمیر کارخانو او د بازارونو چټي کیدل یو نمایشي اقدام وباله او زیاته یې کړه د طالبانو دغه اقدام د نشه ییزو موادو د بیو د زیاتیدا سبب شوی دی.
د خپرو شویو اطلاعاتو پراساس په تیرو کلونو کښې په افغانستان کښې د «کریسټال» نشه ییزو موادو تولید هم ډیر زیات شوی دی.
د طالبانو موقته حکومت تراوسه د دغو تورونو په هکله څه نه دي ویلي.