طالبانو د سیاسي مشرانو په راستنیدا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123028-طالبانو_د_سیاسي_مشرانو_په_راستنیدا_ټینګار_وکړ
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پخواني حکومت له چارواکو او د مخالفانو د ائتلاف له غړیو وغوښتل چې افغانستان ته د بیرته راستنیدا په ترڅ کښې په شرافت سره ژوند پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 00:48 Asia/Kabul
  • طالبانو د سیاسي مشرانو په راستنیدا ټینګار وکړ

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پخواني حکومت له چارواکو او د مخالفانو د ائتلاف له غړیو وغوښتل چې افغانستان ته د بیرته راستنیدا په ترڅ کښې په شرافت سره ژوند پیل کړي.

څه موده مخکې د افغانستان له سیاستوالانو، پوځیانو او ګوندي شخصیتونو جوړ د طالبانو یوشمیر مخالفانو د یوه ائتلاف په جوړولو سره د طالبانو له یواړخیزه سیاستونو سره د مخالفت کولو په ترڅ کښې د دغه ډلې د حکومت د نسکورولو لپاره په جدي مبارزې او د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ.

د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوې ویډیو کښې چې پرون په اینټرنیټ سایټونو باندې خپره شوه د دغو تشکلونو غړیو  ته په خطاب کښې وویل د یوشمیر پیسو په خاطر باید د نورو  بندګي ونه مني.

امیر خان متقي ټینګار وکړ د نورو هیوادونو نوکرۍ کولو نه مخکې کومه ګټه لرله او نه به له دې وروسته کومه ګټه ولري.

دا په داسې حال کښې دي چې څه موده مخکې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال محمد سرور دانش د «عدالت و ازادي افغانستان» په نوم او محمد حنیف اتمر او ځینو نورو سیاستوالانو هم د «حرکت ملي صلح او عدالت» په نوم یو بل ګوند  جوړ کړی و.

له دې مخکې هم د افغانستان د ځینو سیاستوالانو لخوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت لوړه شورا جوړه کړي وه.

دغه ټول تشکلونه د افغانستان د باندې  جوړ شوي دي.