طالبان له نړۍ او اسلامي هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي
تسنیم خبري اژانس وايي د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قطر څخه وغوښتل له نړیوالې ټولنې او اسلامي هیوادونو سره د افغانستان د اړیکو له ښه کیدا سره مرسته وکړي.
قطر د طالبانو یو ملاتړی هیواد دی چې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د دوحې د موافقې په لاسلیک کولو کښې یې د مینځګړي رول درلود.
طالبان کلونه کلونه کیږي چې د قطر په پلازمینې دوحې کښې مرکزي دفتر لري.
د طالبانو د موقته حکومت د مشر د سیاسي چارو مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په کابل کښې د قطر له سفیر سعید بن مبارک الخیارین سره په کتنه کښې وویل د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې او اسلامي هیوادونو سره د ښو اړیکو د رامینځته کولو غوښتونکی دی او قطر هم باید په دې لړ کښې مرسته وکړي.
هغه دغه راز د افغانستان د حالاتو په هکله ځینو راپورونو ته په اشارې سره وویل افغانستان امنه دی خو ځینې مغرضانه راپورونه ددغه هیواد حالات اپوټه ښيي.