طالبانو د احمد شاه مسعود د مزار خرابولو ته غبرګون وښوده
د طالبانو د موقته حکومت ویاند د احمد شاه مسعود د مزار د ډبرې د دوباره خرابولو په غبرګون کښې وویل: خپلو ځواکونو ته د هیڅ چا د سپکاوي اجازه نه ورکوو.
په "شیر پنجشیر" مشهور د نیواکګرو خلاف د جهاد د پړاؤ د اتل احمد شاه مسعود مزار د تیر کال په آګست کښې په افغانستان باندې دوباره د طالبانو له واکمنیدو راهیسې څو څو وارې د نامعلومو کسانو له خوا خراب کړی شوی دی. د افغانستان خلک دا، د طالبانو کار ګڼي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، په پنجشیر ولایت کښې د ځايي سرچینو له خوا د احمد شاه مسعود د مزار د دوباره ورانیدو د خبر له خپریدو وروسته د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح ا... مجاهد وویل: د طالب ځواکونو له خوا د احمد شاه مسعود د مقبرې ورانیدل یوه پروپاګنډا ده او مونږ خپلو ځواکونو ته، د چا د سپکاوي اجازه نه ورکوو.
د طالبانو یو بل چارواکي هم په یو ټویټ کښې ولیکل: دا کار په پنجشیر ولایت کښې د اختلاف رامینځته کولو او د شخړو د زیاتولو په موخه شوی دی.
پنجشیر د افغانستان یوازنې ولایت دی چې تراوسه په کښې د طالبانو خلاف مبارزه روانه ده او د احمد شاه مسعود زوی یې مشري کوي.