افغانستان ته ۴۰ میلیونه نور ډالر ورکړل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123506-افغانستان_ته_۴۰_میلیونه_نور_ډالر_ورکړل_شول
صدای افغان خبري اژانس وايي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې کابل ته د څلویښت میلیونه نقدو ډالره مرسته ورسیدله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 10:12 Asia/Kabul
  • افغانستان ته ۴۰ میلیونه نور ډالر ورکړل شول

صدای افغان خبري اژانس وايي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې کابل ته د څلویښت میلیونه نقدو ډالره مرسته ورسیدله.

د افغانستان مرکزي بانک نن وویل د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې څلویښت میلیونه نور نقد ډالر افغانستان ته راورسیدل او دغه ډالر د هیواد تجارتي بانکونو ته ورکړل شوي او د طالبانو حکومت د دغو څلویښت میلیونو نقدو ډالرو د مصرف د څرنګوالي په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د مرکزي بانک د شمیرنو پراساس په هیواد باندې د طالبانو له کنټرول وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو شمیر اوس کابو یو میلیارډ او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.

د افغانستان مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو د قدرونې په ترڅ کښې له هغې غوښتي دي چې په نورو برخو کښې هم له افغانستان سره تعامل او ملګرتیا ولري او له دې لارې د هیواد له خلکو سره مرسته وکړي.

امریکا تراوسه د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي او له ورکولو یې ډډه کړي ده.