افغانستان ته ۴۰ میلیونه نور ډالر ورکړل شول
صدای افغان خبري اژانس وايي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې کابل ته د څلویښت میلیونه نقدو ډالره مرسته ورسیدله.
د افغانستان مرکزي بانک نن وویل د بشر دوستانه مرستو په دوام کښې څلویښت میلیونه نور نقد ډالر افغانستان ته راورسیدل او دغه ډالر د هیواد تجارتي بانکونو ته ورکړل شوي او د طالبانو حکومت د دغو څلویښت میلیونو نقدو ډالرو د مصرف د څرنګوالي په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د مرکزي بانک د شمیرنو پراساس په هیواد باندې د طالبانو له کنټرول وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو شمیر اوس کابو یو میلیارډ او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.
د افغانستان مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو د قدرونې په ترڅ کښې له هغې غوښتي دي چې په نورو برخو کښې هم له افغانستان سره تعامل او ملګرتیا ولري او له دې لارې د هیواد له خلکو سره مرسته وکړي.
امریکا تراوسه د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي او له ورکولو یې ډډه کړي ده.