دکابل ښاریزپه سړکونو کې د روږدو کسانو له زیاتوالي اندېښمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123668-دکابل_ښاریزپه_سړکونو_کې_د_روږدو_کسانو_له_زیاتوالي_اندېښمن_دي
په ورته وخت کې ټولنپوه وحیدا... احمدي وویل: د کابل ښار په عمومي واټونو او کوڅو کې د روږدو کسانو ګرځېدل د دې لامل کېږي چې نور ځوانان هم نشه يي توکو ته مخه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 17, 2022 04:16 Asia/Kabul
  • دکابل ښاریزپه سړکونو کې د روږدو کسانو له زیاتوالي اندېښمن دي

په ورته وخت کې ټولنپوه وحیدا... احمدي وویل: د کابل ښار په عمومي واټونو او کوڅو کې د روږدو کسانو ګرځېدل د دې لامل کېږي چې نور ځوانان هم نشه يي توکو ته مخه کړي.

 

د کابل ښاریان وايي په عامو لارو، کوڅو او شا وخوا لارو کې په نشه يي توکو روږدي ګرځېدل د ماشومانو او مېرمنو د ځورونې د شتمنیو د غلا او د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د کابل ښار یو اوسېدونکی قربان ولیزاده وایی: د کابل ښار په عامه لارو او کوڅو کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو زیاتوالی لوی سرخوږی ګرځېدلی دی.

 د هغه په ​​وينا، په نشه يي توکو روږدي کسان د ماشومانو او ښځو د ځورونې د کورنيو د شتمنيو د غلا او په خلکو کې د بېلابېلو ناروغيو د خپرېدو لامل ګرځي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه که د طالبانو مسؤلین له کابل ښار څخه په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره منظم پلان جوړ نه کړي، له خلکو سره به په نشه يي توکو د روږدو کسانو اختلاط یوه خطرناکه او لویه ټولنیزه ستونزه شي.

په ورته وخت کې ټولنپوه وحیدا... احمدي وویل: د کابل ښار په عمومي واټونو او کوڅو کې د روږدو کسانو ګرځېدل د دې لامل کېږي چې نور ځوانان هم نشه‎يي توکو ته مخه کړي.

هغه ټینګار وکړ چې نور هغه لاملونه چې ځوانان نشه یي توکو ته اړوي، فقر اوبیکاری دي او که ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، په دې ناوړه پدیده کې د اخته کسانو شمېر خامخا کم شي.

تر دې مخکې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي و، چې امنیتي ځواکونه د معتادینو د درملنې له مرکزونو سره په همکارۍ له کابل څخه روږدي کسان راټولوي او د درملنې لپاره دغو مرکزونو ته استوي.

ځدراڼ دا هم وویل چې طالبان  ژمن دی چې په هیواد کې د مخدره موادو د کښت، قاچاق او تولید مخه ونیسي. خو نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.