افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123906-افغانستان_باید_له_نړیوالې_ټولنې_سره_تعامل_ولري
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان څو کارپيژاندو او شناندو له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا او تعامل له اوسنیو مشکلاتو د افغانستان د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 22, 2022 10:15 Asia/Kabul
  • افغانستان باید له نړیوالې ټولنې سره تعامل ولري

طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د افغانستان څو کارپيژاندو او شناندو له نړیوالې ټولنې سره ملګرتیا او تعامل له اوسنیو مشکلاتو د افغانستان د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.

د تیر میلادي  کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته نړیوالې ټولنې په تیره بیا لویدیځ د ښاریزو د حقوقو په تیره بیا د انجلیو او د  ښځو د زده کړې حق او د پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته د بې پامۍ په خاطر د طالبانو د حکومت په رسمیت له پيژندلو ډډه کړي ده.

د افغانستان د سیاسي مسائیلو کارپيژاند شیراغا بیانزي وویل د هیوادونو اړیکې باید د تعامل له لارې مخ ته لاړ شي او تعامل داسې لاره ده چې د هغه له لارې د افغانستان ډیر مشکلات حل کولی شو.

د سیاسي مسائیلو کارپيژاند مصطفی مرتضوي هم وویل له خارجي هیوادونو سره د اړیکو ژورتیا او د تجربه لرونکو ډيپلوماټانو ټاکل د افغانستان د  موقعیت او د  حالت په ښه کولو کښې زیات اغیز  رامینځته کولای شي.