یونیسف په افغانستان کې له کورنیوسره نغدي مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123948-یونیسف_په_افغانستان_کې_له_کورنیوسره_نغدي_مرسته_کوي
د ملګرو ملتونو یونیسیف ویلی دی چې په افغانستان کې د ۱۳ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2022 08:59 Asia/Kabul
  • یونیسف په افغانستان کې له کورنیوسره نغدي مرسته کوي

د ملګرو ملتونو یونیسیف ویلی دی چې په افغانستان کې د ۱۳ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو (یونیسف) په خپله ټویټر پاڼه کې اعلان کړی چې په روان ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۱ زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو (یونیسف) په ټویټر کې لیکلي چې میلیونونه افغانان د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

دغه نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د ژمي په رارسېدو سره به په افغانستان کې وضعیت لاپسې خراب شي، له همدې امله به د روان کال په ژمي کې په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د افغانستان شاوخوا ۹۳ سلنه خلک د لوږې له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو یونیسیف ویلی دی چې په افغانستان کې د ۱۳ میلیونو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان دا هم ویلي، چې په افغانستان کې ۱.۱ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او خوراکي توکو او درملو ته اړتیا لري. یونیسف له نړیوالې ټولنې څخه د ۲ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې، چې ویل کیږي د دغه سازمان په تاریخ کې له یوه هیواد سره د معاملې لپاره بې ساری رقم دی.