امریکادې  دافغانستان شتمنۍآزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124136-امریکادې_دافغانستان_شتمنۍآزادې_کړي
د افغانستان د طالبانو د  اطلاعاتو اوکلتور وزیر د امریکا له خوا ددغه هیواد دشتمنیو دآزادولو په ضرورت په ټينګار سره خبرداری ورکړکه امریکا د افغانستان  کنګل شوي شتمنۍ آزادې نه کړي ،نو ددرستو نتیجو مسئولیّت به د دوي په غاړه وي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2022 01:17 Asia/Kabul
  • امریکادې  دافغانستان شتمنۍآزادې کړي

د افغانستان د طالبانو د  اطلاعاتو اوکلتور وزیر د امریکا له خوا ددغه هیواد دشتمنیو دآزادولو په ضرورت په ټينګار سره خبرداری ورکړکه امریکا د افغانستان  کنګل شوي شتمنۍ آزادې نه کړي ،نو ددرستو نتیجو مسئولیّت به د دوي په غاړه وي

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، دطالبانو د حکومت داطلاعاتو اوکلتور د چارو زویر ملاخیر ا... خیرخواه پرون په یولړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې  په امریکا کې  کنګل شوي شتمنۍ د افغانستان د ملت دي ، ووئيل،د واشنګټن دغه اقدام  دافغانستان ولس ته ترټولو ستر تاوان رسولی دی او داپیسې باید بې قید او شرطه آزادې شي.

ملا خیر خواه  ووئيل دا پر افغان ولس یو ستر ظلم دی چې هیح توجیه نه لري. په عین حال کې د افغانستان د صنائعو او کانونو  کوټې  هم په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،د امریکا له خوا د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ  او بندیزونو  د افغان تاجرانو مشکلات څو چنده زیات کړي دي.

امریکاپه افغانستان کې له دوو لسیزو جنایتونو او ظلمونو وروسته  دغه هیواد په کنډوالو له بدولو او د طالبانو بیرته واک ته په رسیدا پسې له دغه هیواده پښې سپکې کړي او دافغانستان کابو لس میلیارډالري شتمنۍ ئې کنګل او مصادره کړې او پر دغه جنګ ځپلی هیواد ئې بندیزونه هم ولګول.